کامريډ افغان💧 (@comrade_afghan) 's Twitter Profile
کامريډ افغان💧

@comrade_afghan

*هر څه لنډمهاله دي.!
*فڪرونه ، صحنې ، ښڪلا، خلڪ او نړی...!

ID: 2893083967

calendar_today07-11-2014 18:05:03

57,57K Tweet

10,10K Takipçi

146 Takip Edilen

Mustafa🇦🇫 (@mustafa_afg11) 's Twitter Profile Photo

احمق  سړیه  تـــه  په  څه  خبر یې کله پـــــه درد د زخمي زړه خبر یې تـا  خـــو  ټـول  عمر  نفرتونه  کړې چیرتــه  د یار  په تش کاته خبر یې دا  راتـــه  مه  وایه  چې  نپوهیږم جانانه  تــــه  له  مانه  ښه خبر یې هسی په ځان پسی لوګۍ دی کړمه ته  مې له رنځ  هره  شیبه  خبر یې

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

د خوشال خټک د پلونو خاورې ښکل کړم له مستۍ و رقيبانو ته ښکنځل کړم شوق د ښکلو او د سرو ميو د څښل کړم دا يو کار د سړيتوب دی، دا به تل کړم شاعر ؟

کامريډ افغان💧 (@comrade_afghan) 's Twitter Profile Photo

د زور دی نه یمۀ خو شور به کؤم ؛ زہ دی ګونګے شمۀ چی غلے یمۀ ؛ مابه سیلاب وړی ماسیلئ نه شی وړے ؛ د لمدو شوو ایرو سلے یمۀ ؛ #پښتوادب

کامريډ افغان💧 (@comrade_afghan) 's Twitter Profile Photo

ستا پیغور دی او زه کټ کټ ورته خاندم ؛ ما — ټټر وهلې— ګردې زمانې—— ته ؛ #پښتين_افغان

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

ما به دې خولە وي ماته کړې په سوک تە به ‌طنز کوې زما پە ژبه اے د ژوندي ضمیره تیر احساسه تل ځوړند کړے یمه تا پە ژبه خپله نامه راته ګبین اولګي زۀ ئې چې اورم د اشنا پۀ ژبه د خلقو زر شي خطا پوش، د خطا د"درد" خطا وي د هر چا پۀ ژبه پروفېسر رحمت اللّٰه درد

Fakhruddin Patwal فخرالدین پتوال (@fakhrudinpatwal) 's Twitter Profile Photo

ته د سرو زرو سوالګر یې زما هر ارمان سره زر دي ته له بخت سره پخلا یې له ما بخت بیا مرور دی خانه ولاړې ته جناب شوې د حساب او د کتاب شوې زه هغسې یم چې ومه هم بې وزلی هم بې دمه زمانه عجیبه ذات دی نه ارمان مني نه مینه بختور په شونډو ښکل کړی که فاسق وي که بې دینه غضري

Mansour Sahak (@mansour_sahak) 's Twitter Profile Photo

رسول ﷺ فرمایلی دي: چا چې د مسلمان په عیب یاګناه باندې پرده واچوله الله ﷻ به په دنیا او آخرت کې په دغه کس باندی پرده واچوي. (روا مســـلم)

رسول ﷺ فرمایلی دي:
چا چې د مسلمان په عیب یاګناه باندې پرده واچوله الله ﷻ به په دنیا او آخرت کې په دغه کس باندی پرده واچوي.
(روا مســـلم)
سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

پريږده چې لوظونه د درورغو دې رښتيا کړم ته راته سبا سبا کوه زۀ به بيګا کړم يو تۀ يې چې هېڅ قدر زما د اوښکو نه کړې وايه کنه څومره مشتري درله پيدا کړم لا يې د سپين مخ خالونه شمارم اوزګار نه يم پريږده، الوتۀ به د سپوږمۍ په لورې بيا کړم حمزہ بابا

Fakhruddin Patwal فخرالدین پتوال (@fakhrudinpatwal) 's Twitter Profile Photo

چرته د سپکو خلکو سپکه لهجه چرته درانده خلک درندې خبری چرته زمونږ دا نوې نوې کردار چرته زمونږ د پلار نیکو خبري چرته د لنډې لارې لنډ ملګرې چرته اوږدې لارې اوږدې خبرې غني خان

Fakhruddin Patwal فخرالدین پتوال (@fakhrudinpatwal) 's Twitter Profile Photo

ته د نور سمندرونه زه د خاوری یوزره دا زما او ستا به څنګه شي دوستي او یارانه توره شپه کې تش صحرا کې زه جانان جانان کومه نه دلبر نه یې خبر شته ، نه قدم نه نشانه ډیر پیران مې ټنګولي، مذهبونه لټولي چیرته ټکی رڼا نه شته بس قیصو پسی قیصه غني خان

Shakir Lamar! (@shakirlamar) 's Twitter Profile Photo

یوازې ستا زړه ته لار نشته، نوره ټوله دنیا کوڅه کوڅه د له یوه زړه څخه تر بله پورې حفیظ همیم

یوازې ستا زړه ته لار نشته، نوره ټوله دنیا
کوڅه کوڅه د له یوه زړه څخه تر بله پورې
حفیظ همیم
Shakir Lamar! (@shakirlamar) 's Twitter Profile Photo

یو څوک زما له یاده ووت، یو چا زه هېر کړمه معلومه نه شوه، ما په څه او ده په څه هېر کړمه خوشالي څه ده او پر ما به يې احسان د څه وي؟ خو چې غمونه نوي راشي، پرې زاړه هېر کړمه څنګه دې ځان پسې عادت کړم، له هنره دې ځار څنګه دې پرېښودم تنها، څنګه دې ښه هېر کړمه حفیظ همیم جلالزی

یو څوک زما له یاده ووت، یو چا زه هېر کړمه 
معلومه نه شوه، ما په څه او ده په څه هېر کړمه 

خوشالي څه ده او پر ما به يې احسان د څه وي؟
خو چې غمونه نوي راشي، پرې زاړه هېر کړمه 

څنګه دې ځان پسې عادت کړم، له هنره دې ځار
څنګه دې پرېښودم تنها، څنګه دې ښه هېر کړمه 

حفیظ همیم جلالزی
Afia (@afia_5) 's Twitter Profile Photo

زما د زړه د ســـــــر غندله زه به د تور اوربل هم تاته سپينه ومه #ټپه

Malghalarey (@malghalarey) 's Twitter Profile Photo

ځنکدن به دي پوره یوه هفـته وي د بلا زړونـو قاتل یې کلیـــــــواله🍂 #پشتو #ټپه

ځنکدن به دي پوره یوه هفـته وي 
د بلا زړونـو قاتل یې کلیـــــــواله🍂
#پشتو  #ټپه
Shakir Lamar! (@shakirlamar) 's Twitter Profile Photo

مخ چې په محفل کې را نه واړوې زه داسې شم چا نه چې پر کلکه کاشۍ پرېوځي ګیلاس څنګه شي؟ حفیظ همیم

مخ چې په محفل کې را نه واړوې زه داسې شم
چا نه چې پر کلکه کاشۍ پرېوځي ګیلاس څنګه شي؟

حفیظ همیم
سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

چا ویل چی تش د پوهیدو نښه ده ژبه د قام د پیژندو نښه ده چی خپلی ژبی ته قام پام نه کوی نو یی همدا د ورکیدو نښه ده ستوری پښتو باندی پښتو پکار ده په ژبه ننګ د ننګیالو نښه ده ډاکټر عبدالکبير ستوري